شاه امانالله خان ( غازی امانالله خان) سومین پسر حبیبالله خان فرمانروای افغانستان از دودمان بارکزی بود. اصلاحات شاه امانالله خان که در سال ۱۹۲۳ در زمینههای اجتماعی انجام شد به واکنش عناصر سنتی و محافظهکار منجر شده و پس از یک جنگ داخلی، در سال ۱۹۲۹ وی به کنارهگیری از سلطنت وادار شد. با استعفای امانالله خان و جانشینی وی توسط معین السلطنه عنایتالله خان (۱۴ ژانویه) و استعفای سردار عنایتالله خان (۱۷ ژانویه)، حبیبالله کلکانی خادم دین رسوالله معروف به بچه سقا که به کابل حمله کرده بود ارگ شاهی را تصرف کرد.
Amānullāh Khān was the sovereign of the Kingdom of Afghanistan from 1919 to 1929, first as Emir and after 1926 as Malik (King). After the third Anglo-Afghan War, Afghanistan was able to pursue an independent foreign policy free from the influence of the United Kingdom, and his rule was marked by dramatic political and social change. He was the first Afghan ruler who attempted to modernize Afghanistan on Western designs. However, he did not succeed in this because of a popular uprising by Habibullah Kalakani and his followers. On 14 January 1929, Amanullah abdicated and fled to neighbouring British India whilst the country went into a short civil war. From British India he went to Europe where he died in Zürich, Switzerland, in 1960.
غازي امان الله خان (زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ - مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږيز کال پورې د افغانستان پاچا وو. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انگرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توگه د افغانستان د خپلواکۍ گټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران وو . امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوی ، د امير عبدالرحمن خان لمسی ، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى . د امان الله خان مور سرور سلطانه بېگم نومېده . کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار په د لغمان په كله گوش کې شهيد شو ، نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل والي وو او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه . په دې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو او د خپلې پاچاهۍ له اعلان سره سم يې له انگرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او د انگرېزانو پر ضد يې په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه . نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توگه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و ، چې هېواد يې پرمختگ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدې موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كې د نجونو او هلكانو لپاره ښوونځي جوړ كړل .