د خپل سیمکارت د ثبتولو لپاره باید څه وکړو؟
1. باید برېښنایي تذکره ولرئ.
2. که برېښنایي تذکره نلرئ، باید اصلي کاغذي تذکره او برېښنایي پاسپورت ولرئ.
3. که پاسپورت هم نلرئ، خپل د کورنۍ یو غړی یا ملګری چې برېښنایي تذکره یا برېښنایي پاسپورت ولري، د هویت د تضمینوونکي په توګه له ځان سره راولئ.
هو، همدومره په آسانۍ سره!
د سیمکارت ثبتول وړیا دي.
د اترا ادارې د مقرراتو پر بنسټ له اصلي برېښنایي تذکرې سره د سیمکارت ثبتول اړین دي.
#MTNAfghanistan #SimRegistration