ډونلډ ټرمپ پر خپل تلونکي سيال نيوکې کړې چې طالبانو ته ميليونونه ډالره ورکوي، مطلب یې څه دی؟ بي بي سي

Опубликовано: 17 Июль 2026
на канале: BBC Pashto
54,441
969

امريکا کې ټاکل شوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د بايډن پر تلونکې ادارې نيوکې کړې، چې ګنې د امريکا له هغو ميليارډو ډالرو يې ځينې د طالبانو منګولو ته رسي، چې افغانستان سره مرستو لپاره ورکول کېږي. ښاغلي ټرمپ ويل دې کار ته بايد اجازه ورنه کړل شي. د امريکا ځواکونه د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې له افغانستانه ووتل، او طالبانو ورسره دغه هېواد کې پر واګو ولکه وکړه، خو دا ډله لا هم د امريکا له خوا د ترهګرۍ ځانګړي ډول غوره شوي نوملړ کې ده، او بنديزونو سره مخامخ دي. خو د امريکا پيسې دغه هېواد ته ورماتې دي، او هغو پروګرامونو کې لګېږي چې امريکا یې مالي ملاتړ کوي، چې ترڅ کې يې لا غوره روغتياپالنه، ناوريني حالتونو کې لاسنيوی، د پوهنې او زده کړو او هم کرنيزو لارو چارو کې مرستې وړاندې کېږي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto