د حماس يوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته د ۳۴ يرغملو يو نوملړ ښوولی، چې دی وايي ډله یې غواړي له اسرائيلو سره يوه شوني اوربند لومړي پړاو کې خوشي کړي. د هغوی ترمنځ چې نومونه یې ياد شوي، لس ښځې او يوولس په عمر مشران يرغمل دي، او همدارنګه واړه ماشومان چې حماس پخوا ويل، د اسرائيلو يوه هوايي ګوزار کې وژل شوي دي. د اسرائيلو لومړي وزیر دفتر دا راپورونه رد کړي، چې حماس دې د يرغملو کوم نوملړ ورکړی وي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto