ولې اسلام آباد کې پوليسو هلته مېشت سلګونه افغانانو نیولي؟ بي بي سي

Опубликовано: 29 Август 2026
на канале: BBC Pashto
8,873
247

پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو استازيتوب کوي، ويلي شاوخوا اته سوه افغانان چې پلازمېنه اسلام آباد کې اوسېږي، نيول شوي دي. ویل کېږي د دوی ترمنځ یې ځينې هغوی هم دي، چې له ملګرو ملتونو سره يې نوملیکنه کړې ده. افغان سفارت ویلي، پاکستان کې افغانانو لپاره د ويزو بهير په ناڅرګندتیا د داسې څه لامل شوې، چې دوی په زوره نيونو او شړلو خواشينوونکې پېښې بللې دي. پاکستان د هغو افغانانو پر وړاندې چې بې سنده او ناقانونه بلل شوي، د نيولو او له دغه هېواده ایستلو لړی پيل کړې، چېله مخې یې تېر کال له اووه سوو زرو ډېر افغانان له ډېورېنډ کرښې بله غاړه خپل ټاټوبي ته اوښتو ته اړ کړي دي. د افغانستان سفارت دې اعلامیې په اړه د پاکستان له لوري لا کوم سملاسي غبرګون نه دی ښوول شوی.


#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto