غزه کې روغتياپالان وايي ۶ نوي زېږېدلي ماشومان له هايپوترميا مړه شوي، کړکېچ څومره ناوړه شوی؟ بي بي سي

Опубликовано: 17 Июль 2026
на канале: BBC Pashto
4,006
89

د ملګرو ملتونو بشري حقونو اداره وايي غزه کې پر روغتونونو د اسرائيلو بریدونو د جنګي جرمونو او هم د بشريت ضد جرمونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي. دغې اداره يوه راپور کې د روان حالت څرګندونه کړې، چې ترڅ کې یې غزه کې پر روغتونو بريدونه کېږي، کلابندېږي او په زوره ترې خلک او کاروونکی ايستل کېږي، چې له امله یې ناروغان او د جګړې له امله ژوبل شوي خلک يا مري، او یا وژل کېږي. دغې ادارې ويلي، د اسرائيلو دا ادعاوې چې حماس له روغتونو کار اخلي، خورا ناروښانه خبره ده.
دا راپور داسې وخت کې خپرېږي، چې د روغتیا ځايي چارواکو ويلي، غزه کې تېرو دوو اوونيو کې شپږ نوي زېږېدلي ماشومان له هايپوترميا يا ساړه مړه شوي، داسې حال کې چې ساړه د شپې اووه سانټي ګرېډ درجو ته لوېږي.


#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto