روغتيا نړیوال سازمان غزه کې د روغتيايی حالت خبرداری ورکړی او د بريدونو ختمولو غوښتنه يې کړې-بي بي سي

Опубликовано: 13 Июль 2026
на канале: BBC Pashto
5,081
151

د روغتيا نړيوال سازمان مشر غزه کې پر روغتونو د بريدونو پای ته رسولو غږ کړی دی.. دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې اسرائيلو تېرو څو ورځو کې پر يوه روغتون چاپه ووهله.. د ډبليو اېچ او، مشر ټېډروس اډانوم ګېبرېيسوس پر ټولنيزو رسنيو ليکلي "غزه کې روغتونونه يو ځل بيا د جګړې په ډګر اوښتي
او وايي دې سيمه کې "د روغتيا سيستم سخت ګواښ سره مخامخ دی". ده زياته کړې "غزه کې خلک روغتياپالنې ته اړتيا لري". اسرائيليو ځواکونو تېرو څو ورځو کې غزه کې پر دوو روغتونو بریدونه کړي دي. د غزې مدني دفاع اداره وايي، د الوفا روغتون پر برني پوړ يوه ګوزار لږترلږه اووه کسان وژلي، او څو نور یې سخت ژوبل کړي دي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto