پر يمن د اسرائيلو بريدونه، د نورو ګوزارونو ګوتڅنډنه هم شوې، دا تاوتريخوالی ولې زیاتېږي؟ بي بي سي

Опубликовано: 02 Сентябрь 2026
на канале: BBC Pashto
16,168
439

د اسرائيلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو خبرداری ورکړی، چې هېواد يې يمن کې د حوثيانو پر وړاندې يوازې اوس ټکر کې ورښکېل شوی دی. دا وروسته له هغه چې پر يمن د اسرائيلو بمبارۍ لږترلږه ۶ کسان وژلي دي. ملګرو ملتونو د ځان کابو کولو غږ کړی، او ويلي یې دي، دا بريدونه يمن کې د بشري فعاليتونو پر وړاندې لوی خطر جوړوي. د روغتیا نړيوال سازمان مشر، ټېډروس اډانوم ګېبرېيسوس او د ملګرو ملتونو نور کارکوونکي پرون د صنعاء نړيوال هوايي ډګر کې وو. دی هغو ګوزارونو کې راګير و، چې د ده له سپرلۍ الوتکې يوازې څو متره لرې لګېدلي وو.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto