امريکا کې د نيو اورلینز بريدګر څوک و، او بريد يې څه پايلې ښايي ولري؟ بي بي سي

Опубликовано: 12 Июль 2026
на канале: BBC Pashto
22,629
507

امریکا کې ولسمشر بايډن وايي هغه کس چې نيو اورلينز ښار کې یې يو پېکپ ګاډی پر خلکو ورخېژولی، له خپل بريد مخکې پر ټولنيزو رسنيو د اسلامي دولت نومې ډلې په پلوۍ ويډيوګانې خپرې کړې وې. دې بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي، او لږترلږه ۳۵ نور يې ژوبل کړي دي. چارواکي وايي باور کوي، دی دې کار کې يوازې نه و. بريد د نيواورلينز فرانسوۍ برخه کې شوی، چې د شپې مهال يوه خورا بوخته سيمه وي. د ګاډي چلونکي بريدګر نوم، شمس الدين جبار ياد شوی، چې د امريکا ټکساس وګړی و، او له پوليسو سره د ډزو تبادله بيا وژل شوی دی. همدې وخت کې ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پېښې مخنيوي کې د امريکاييو چارواکو او قانون پلي کوونکو ادارو پر ناکامۍ نیوکې کړې دي. اوس داسې حال کې چې پلټنه روانه ده، د امريکا پلټنو فډرالي اداره، اېف بي ای، د پوښتنو ګروېږنو څو ليکې څاري.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto