بلوچستان کې د امنيت ناوړتيا، حل لارې يې څه دي؟ بي بي سي

Опубликовано: 02 Сентябрь 2026
на канале: BBC Pashto
15,115
427

پاکستانيو طالبانو او بلوڅ بېلتونپال، د بلوچستان او د خيبر پښتونخوا بېلابېلو سيمو کې خپلو بريدونو زور ورکړی دی. د ټي ټي پي له لوري بریدونو کې زياتولي د اسلام آباد او طالب واکمنۍ کې کابل ترمنځ اړيکي خورا ترينګلي کړي دي. بلوچستان کې بيا پر امنيتي پوستو بريدونه نژدې ورځني خبرونه شوي دي. له بلوچستان تازه راپورونه وايي چې د خضدار ضلعې پر زهري بازار، ښارګوټي وسله والو بريد کړی دی. ترڅ کې یې د پولیسو تاڼې، د نادرا دفتر او ښاروالۍ کمېټۍ دفتر ته اور اچولی دی. دغه بريد کې دولتي ملکیتونه زیانمن شوي، او وسله والو وسلې او ګاډي هم له ځانونو سره وړي دي. د خضدار چارواکي زهري سيمې ته رسېدلي او وايي د پاککارۍ عمليات یې پيل کړي دي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto