د اوکرايين له لارې اروپايۍ ټولنې ته د روسيې د ګازو چلن همدا نن ودرېد. له پلان سره سم، کيف، له مسکو سره د ټرانزيټ خپله پنځه کلنه هوکړه، د جګړې له امله ختمه کړه. اوکرايين اروپايۍ ټولنې ته یو کال وخت ورکړی و چې ځان چمتو کړي. د اوکرايين ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي ويلي، هېواد به یې روسیې ته اجازه ورنه کړي، چې په وينا یې د دوی په وینو، نور ميليارډونه وګټي. همدې وخت کې د پولنډ حکومت هم ويلي، د ګازو دا بندونه د مسکو پر وړاندې يو بل بری دی. د اروپا کميسيون ويلي، اروپايۍ ټولنې دغه بدلون لپاره له وړاندې ځان چمتو کړی، او ډېر هېوادونه حالت سره ځانونه سمولی شي. مولډووا چې د اروپايۍ ټولنې غړې نه ده، له وړاندې د ګازو له کموالي کړېږي. روسيه لا هم د تور سمندرګي له لارې د تورکسټريم نلليکې له لارې هنګري، ترکيې او سربيا ته ګاز ورکوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto